ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي سفیر سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د جاپان سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او ځينو نورو برخو کې ۵۵۰ میلیونه ډالر مرسته د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا کړې ده.

دغه‌راز ښاغلي کینیچي ماساموتو له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې وکړه، چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي او جاپان د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

نوموړي په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ۱۹،۵ میلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې، چې د کډوالو په ګډون په ځینو نورو بشري برخو کې به ولګیږي.

مولوي عبدالکبیر د جاپان له بشري مرستو په مننې وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍوال د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي او په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.

دغه‌راز ښاغلي وزیر د جاپان په کډون له نړۍوالو څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.