ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د دیمدیکس (دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) په پرانیسته کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” چې تیره ورځ د قطر هېواد ته په رسمي سفر تللی وو، نن د دیمدیکس (د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.

دغه نندارتون چې د قطر هېواد په دوحه کې هر کال دایریږي د نورو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او نور نظامي مسولین پکې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال په یاد نندارتون کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” هم ګډون کړی وو.