د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوه ټلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره د روان وضعیت او دوهاړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې مولوي امیرخان متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی، پر ډیپلوماسۍ او دوامداره خبرو اترو یې د لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی او د تعامل او ډیپلوماسۍ لاره یې د ټولو لپاره غوره انتخاب بللی دی.
ورته مهال، سید عباس عراقچي د افغانستان د دولت، خلکو او رسنیو له مثبت دریځ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په حال کې دي.
نوموړي دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ او راتګ یو مثبت ګام بللی او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي ستاینه یې کړې ده.

