د رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دیارلسمه غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې د هېواد د درېیو (هرات، فراه او نیمروز) ولایتونو بندرونو د معیاري کېدو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او بیارغونې کارونو د پیلېدو اړوند د ټاکل شوي هییت راپور د کابینې له لوري تایید شو.
دغه راز اړوندې ادارې د یو هییت په توګه مکلفې شوې؛ چې په خپلو، خپلو برخو کې چارې ترسره او جدي یې تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر په دعاء سره پایته ورسېده.

