ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امربالمعروف وزارت مشرتابه د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره دهمغږۍ ناسته وکړه

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عبدالجلیل رضایي او رکن‌الدین عرفاني په مشرۍ د اسماعیلیه شیعه‌ګانو له پلاوي سره ناسته وکړه.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، دغه ناسته د همغږۍ رامنځته کولو، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو د ستونزو اورېدلو او په دعوتي چارو کې د ګډو همکاریو په تړاو جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې شیخ محمد خالد حنفي د ټولو اقشارو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډې همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، په اسلامي نظام کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او ستونزو ته یې رسېدنه د دولت شرعي مسولیت دی.

د امربالمعروف وزیر د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او قومي مشرانو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، هېواد کې د شته ناخوالو او ناوړه دودونو له منځه وړل ګډ کار او همغږۍ ته اړتیا لري. 

ورته مهال، د اسماعیلیه شیعه‌ګانو یاد پلاوي د امنیت او ټولنیز ثابت په ټینګښت کې د اسلامی امارت هڅې وستایلې او له اسلامي نظام څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ او ډاډ یې ورکړ، چې د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او ټولنې د اصلاح په برخه کې به له دې وزارت سره بشپړه همکاري کوي.