ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي غلام حیدر شهامت: د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی

د «مهارت او مسلک» تر سرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس چې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې د پلان او ستراتېژیکې همغږۍ ریاست له‌ خوا جوړ شوی و په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

په دې کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم، د اسلامي امارت یو شمېر مسولینو او همدارنګه د بېلابېلو بنسټونو، نړیوالو سازمانونو او همکارو موسسو استازو ګډون درلود.

په دې کنفرانس کې مولوي غلام حیدر شهامت وویل، چې تخنیکي او مسلکي زده‌کړې د کارموندنې، تشبث او اقتصادي ځان‌ بسیاینې لپاره بنسټیزې زده‌‌کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، یاده اداره د بازارمحوره سیستم په رامنځته کولو، د زده ‌کړو د کیفیت لوړولو، له کورنیو او نړیوالو معیارونو سره د برابرۍ پر بنسټ ولاړه ده.

ښاغلي شهامت همدارنګه وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې هڅې شوې دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو پروګرامونه د کار بازار له واقعي اړتیاوو سره لا ډېر همغږي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مهارت باید د ټولنې د هر وګړي لپاره د لاسرسي وړ وي، څو هر څوک وکولای شي مهارت زده‌کړي او د خپل ژوند چارې په ښه ډول مدیریت کړي.

ښاغلي شهامت د خپلې وینا په یوه برخه کې دا هم وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پیاوړتیا یو ګډ مسولیت دی؛ داسې مسولیت چې اسلامي امارت، نړیوال بنسټونه، نادولتي سازمانونه او خصوصي سکتور مهم رول پکې لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په یادولو سره له نړیوالو شریکانو، د سفاتونو له استازو او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره خپلې مرستې دوامدارې او پراخې کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس د خپلې وینا په پای کې وویل؛ که نن پر مهارت او مسلک پانګوونه وکړو، نو نه یوازې دا چې د ځوانانو لپاره بهه د کار زمینه برابره کړو، بلکې ټولنې ته عزت او هېواد ته روښانه راتلونکی به هم تضمین شي.

ورته مهال، د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، د لوړو زده کړو وزارت په ټولو برخو کې له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکار دی.

همدارنګه د یاد کنفرانس په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري له بېلابېلو بنسټونو او ادارو سره ۸ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.