د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت چاه آب ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مخورو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مخورو د دې ولسوالۍ د امنیتي او اجتماعي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسولینو په هڅو امنیت تامین دی، چې له امله یې د دې ولایت په ځانګړي ډول د چاه آب ولسوالۍ اوسېدونکي په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکوي.
د چاه اب ولسوالۍ علماوو او مشرانو دغه راز د یادې ولسوالۍ د خلکو ځینې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریکې کړې او یادې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسولینو ځانګړې پاملرنې غوښته کړې ده.
دغهراز مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته خدمات وړاندې کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې مسولین شپه او ورځ هڅې کوي.
ورته مهال، نوموړي د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته په اشارې زیاته کړې، چې اسلامي امارت به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي او په دې اړه به لازم اقدامات ترسره کړي.

