د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې تېره ورځ په ډاکه کې د ۳۰م نړیوال سوداګریز نندارتون په څنډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي احمدالله زاهد د بنګلهدېش د صادراتو ودې ادارې مشر محمد حسن عارف په ملتیا د نندارتون له رسمي برخې څخه لیدنه وکړه.
په دې پروګرام کې د بنګلهدېش حکومتي استازو، د سوداګرۍ خونې غړو، ځایي سوداګرو او د افغانستان څخه راغلي پلاوي ګډون درلود.
د لیدنې پر مهال افغان پلاوي د بنګلهدېش د نندارتوني غرفو، په ځانګړي ډول د درملو، نساجۍ او صنعتي محصولاتو له برخو څخه کتنه وکړه او د بنګلهدېشي تولیداتو د کیفیت او تنظیم ستاینه يې وکړه.
افغان لوري یادونه وکړه چې دا ډول نړیوال نندارتونونه د متقابلې پېژندنې، باور جوړونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهم فرصت برابروي.
دغهراز د ناستو پر مهال د دواړو هېوادونو استازو د سوداګرۍ د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.
بنګلهدېشي لوري څرګنده کړه، چمتو دی افغانستان ته په منظم او دوامدار ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، ځکه چې د دوی درمل جوړونې سکتور پرمختللی او د نړیوالو معیارونو سره برابر دى.
همدارنګه افغان پلاوي دا چمتووالی د هېواد د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې د دواړو هېوادونو اقتصادونه یو بل بشپړولای شي او پر ګډو سوداګریزو ناستو، B2B اړیکو او رسمي همکاریو هم خبرې وشوې.
په پای کې دواړه لوري دې هوکړې ته ورسېدل چې خپلې اړیکې له دوستانه کچې څخه عملي اقتصادي مشارکت ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ حجم زیات، متقابل باور پیاوړی او د دواړو ملتونو لپاره ملموسې اقتصادي ګټې رامنځته شي.

