ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص: بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي له رییس الکساندر متیو او د افغانستان لپاره د IFRC له مسول ډاکټر حسام فیصل سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، وچکالۍ او چاپېریالي ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس وویل؛ افغانستان د وچکالۍ له امله ډیر زیانمن شوی، د افغانستان طبیعي یخچالونه مخ پر ویلې کېدو دي، د ځمکې لاندې اوبه کمې شوې، د کرنې او مالدارۍ سکتورونه سخت زیانمن شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په ډیرو ولایتونو کې خلک د خپلو مېنو او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، په یو شمېرو ولایتونو کې خلک حتی خپلو څارویو لپاره اوبه په بیه اخلي.

ښاغلي خالص وویل؛ له بلې خوا د کډوالو ستونزې هم د اندیښنې وړ دي، چې که دې برخو کې نړۍوالې مرستې و نه شي وضعیت به نور هم خراب شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې بشري موضوعاتو ته باید په نړۍواله کچه پاملرنه وشي او دغه‌راز د سره صلیب او سرې میاشتې نړۍوال فدراسیون (IFRC) له مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د چاپېریالي ستونزو، کرنې او مالدارۍ او د اوبو د مدیریت په برخو کې دې همکاري وکړي.

د سره صلیب نړۍوال فدراسیون (IFRC) د اسیا پاسیفیک برخي مشر الکساندر متیو وویل، افغانستان ته زما د سفر موخه همدا ده، چې د کډوالو، زلزله ځپلو ستونزې له نږدې وګورم او همداراز غوښتل مې چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په هکله هم معلومات ولرم.

نوموړي زیاته کړه، موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او کوښښ به وکړو چې په نړۍواله کچه د افغانستان لپاره د مرستو راجلبولو زمینه برابره شي.

دغه‌راز ښاغلي متیو د افغانستان لپاره د IFRC مسول ډاکټر حسام فیصل ته سپارښتنه وکړه، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره خپلو ګډو او نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

په پای کې مولوي مطیع‌الحق خالص ډاډ ورکړ، چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چمتو ده له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ګډې تخنیکي طرحې او پلانونه شریک کړي، ترڅو په پلي کېدو سره يې اړین اقدامات ترسره شي.