د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې د پېښو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر څرنګوالي او د دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
ملا نورالدین ترابي آذربایجاني پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې آذربایجان له پخوا تر اوسه د افغانستان له خلکو سره ښې اړیکې لرلې دي او موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت بشري ډیپلوماسي غیرسیاسي ده، خو سوداګریزې او بشري اړیکې کولای شي لویې ستونزې حل کړي.
ښاغلي ترابي وویل، چې د یادې ادارې له اساسي دندو څخه یوه د ماین پاکۍ د فعالیتونو همغږي ده او هیله یې څرګنده کړه، چې آذربایجان به د تمویل کوونکو هېوادونو له لارې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه د ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي همدارنګه د لټون او ژغورنې د ټیم د تجهیز او روزنې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د خلکو د لومړیتوبونو یو لړلیک ترتیب شوی او بشري مرستې کولای شي د همدې لړلیک له مخې تنظیم شي.
ورته مهال، د آذربایجان سفیر الهام محمدوف وویل، چې دواړه هېوادونه کلتوري او دیني مشترکات لري، چې دا چاره د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د آذربایجان سیاست د افغانستان په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه ده.
دغهراز الهام محمدوف وویل، چې آذربایجان په نړیوالو کنفرانسونو کې د اسلامي امارت استازیتوب درلودلې او په یوه بل نړیوال کنفرانس کې، چې راتلونکی کال به په آذربایجان کې ترسره شي، د افغانستان استازي ته به هم بلنه ورکړل شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې هېواد یې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی او هیله یې څرګنده کړه، چې افغانستان د ودې او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي.
ښاغلي سفیر زیاته کړه، چې دا مهال د آذربایجان د پراختیایي بودیجې پر طرحه کار روان دی او هڅه کېږي، چې د افغانستان موضوع هم پکې شامله شي.
سربېره پر دې، هغه وویل چې په آذربایجان کې د همدې ادارې په څېر یوه اداره شته او پلان لري، چې د دواړو هېوادونو د ماین پاکۍ ادارو ترمنځ د تجربو د شریکولو لپاره ګډه ناسته جوړه کړي.
په پای کې، دواړو لوریو یو بل ته یادګاري ډالۍ ورکړې او د دواړو هېوادونو د بریالیتوب هیله یې څرګنده کړه.

