افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارد لندزي، په اسلام اباد کې د اسلامي امارت له سفیر مولوي سرداراحمد شکېب سره لیدنه کړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او برېټانیا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو، د سیمې وضعیت او افغان کډوالو په اړه خبرې کړي او د یوې متقابلې هوکړې پر بنسټ د همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

