په اندونیزیا کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر مولوي سعدالله بلوچ، په یاد هېواد کې د سوډان له سفیر محمد علي محمد سره کتلي.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان په چوکاټ کې د همکاریو، دوه اړخیزو همکاریو او له افغانستان سره د سوډان د علمي تجربو شریکولو په اړه خبرې شوي.

