ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د اوچا له سیمه‌ییز مسول سره لیدنه کړې

له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي، په افغانستان کې د اوچا سیمه‌ییز دفتر مسول کینیت راجرز سره په لیدنه کې اړمنو ته د رسېدنې او د پېښو را منځته کېدو څخه وړاندې د اساسي خدماتو برابرولو په اړه خبرې کړي.

په دې لیدنه کې، له پېښو سره د مبارزې او چمتوالي ملي ادارې رییس له اوچا وغوښتل تر څو ټولې موسسې خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کړي او د پېښو له رامنځته کېدو وړاندې اقداماتو پر اهمیت یې ټینګار کړی.

ورته مهال د اوچا د دفتر سیمه‌ییز مسول اړمنو کورنیو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی.