ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزراءمقام د دفتر عمومي رییس د هېواد یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

په پیل کې د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري د هېواد ملي سوداګرو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په وینا تاسو د افغانستان اقتصادي مجاهدین یاست، چې د هېواد د ثبات او اقتصادي پایښت لپاره هڅې کوئ او قرباني ورکوئ.

دغه‌راز په دې لیدنه کې  ملي سوداګرو په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین خوښي څرګنده کړې او د لا زیات ملاتړ په موخه یې خپلې غوښتنې شریکې کړې دي.

د رياست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال د قران عظیم الشان د ایتونو په رڼا کې د تعاون او همکاري په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي، هیله ده دا ناسته د الله تعالی د رضا او د هېوادوالو د هوساینې او سوکالي لامل شي.

ډاکټر ملا عبدالواسع ویلي، چې د اسلامي امارت مسولین او اړوند ادارې د سوداګرو ستونزې درک کوي او د حل لپاره یې تر بل هر وخت ډېرې هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې ستاسو غوښتنې او وړاندیزونه به، د اړوندو مسوولینو سره د شفاهي او لیکلې مطرح کېدو تر څنګ، د لا زیات بحث او د مناسبو حل لارو د موندلو په موخه د اقتصادي کمېسیون اونیزې غونډې ته هم وړاندې شي.