په مسکو کې د افغانستان لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د ريیس له ځانګړي استازي الکساندر شکیراندو او د افغان ـ روسي سوداګرۍ شورا له ريیس دیمیتري انتونوف سره لیدنه کړې.
مسکو کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې دې لیدنه کې روسي لوري په افغانستان کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېوالتیا څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره وړ شرایط برابر شوي دي.
دغه راز دې لیدنه کې ښاغلي حسن د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات شریک کړي او د افغاني محصولاتو د وارداتو او بازارموندنې د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.

