ټاس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د اوکراین د کړکېچ په اړه په هغه امنیتي ناسته کې، چې پرون (جمعه، د جنورۍ ۲۳مه) د روسیې، امریکا او اوکراین د استازو په ګډون په ابوظبي کې جوړه شوې وه، پر دې هوکړه وشوه چې خبرې اترې به د جنورۍ په ۲۴مه هم دوام ومومي.
تر دې وړاندې، د کریملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي و، چې د امنیتي مسایلو په اړه د روسیې، امریکا او اوکراین درېاړخیزه کاري پلاوی به خپله لومړۍ غونډه د جنورۍ په ۲۳مه په ابوظبي کې ترسره کړي.
دغه راز د کریلمین ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي و، چې د اړتیا په صورت کې کولای شي، چې راتلونکې ورځ هم مذاکراتو ته دوام ورکړي.

