ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیر خان متقي: له افغانستان څخه بهر د مخدره توکو د کښت دوام کولی شي ټولې نړۍ ته زیان ورسوي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کتنه دواړو لوريو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل، همغږۍ او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيزې خبرې شوې دي.

 مولوي امیر خان متقي د افغانستان په سیاسي وضعیت، امنیت، د اقتصادي ثبات په هڅو او راستنو شویو ګډوالو د‌ ښه مدیریت او هغوی سره د اړینو همکاریو په تړاو د اسلامي امارت د مثبتو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې نه یوازې د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره بلکې د بشري مرستو رسولو لپاره هم اړینه ده، چې د افغانستان په بانکونو بانکي محدودیتونه لرې او د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، څو خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په عادي ډول فعالیت وکړای شي.

 همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه کړې او په ورته وخت کې اندیښنه ښودلې چې که په سیمه کي له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.

دغه‌راز روزمېري ډي‌کارلو د میلیونونو راستنو شویو کډوالو ښه مدیریت او بشري مرستو کې شفافیت، مخدره توکو سره د مبارزې، د معتادینو درملنه او په نورو برخو کې د اسلامي امارت مثبت اقدامات ستایلي دي.

نوموړې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ګروپونو (د مخدره توکو سره د مبارزې او د خصوصي سکتور د د ملاتړ) اړوند د خپلې همکارۍ یادونه کړې او یادې ناستې یې د ټولو په ګټه بللې دي.

 اغلې روزمیري همداراز هیله څرګنده کړې، چې د یادې پروسې په نورو موضوعاتو کې هم ګډ کار ته زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې له هېواده بهر د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو د بند پاتې بشري مرستو رسولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې او دا مرستې یې افغان ولس ته اړينې بللې دي.

دغه‌راز په پای کې دواړو لوریو د داډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې ده.