د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د مرستیالې مېرمن روزمیري ډيکارلو په مشرۍ له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پراختیا، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو، د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته پر شته محدودیتونو د لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت خبرې شوې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې د نشهیي توکو د کرکېلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات شوي، چې مثبتې پایلې یې لرلې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.
ورته مهال د ملګرو ملتونو پلاوي د امنیتي وضعیت او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د پرمختګونو ستاینه کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی دی.
دغهراز یاد پلاوي د دوامدار تعامل پر ساتلو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېیمې پروسې له مخې، د یادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب په کابل کې ترسره کړي.

