د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون (شنبه، سلواغې ۴مه) د یوه پلاوي په مشرۍ بلخ ولایت ته د سفر پر مهال راستنو شویو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
مولوي عبدالسلام حنفي له هېوادوالو وغوښتل، چې د ژمي په موسم کې له راستنېدونکو او نورو اړمنو کورنیو سره مرسته او همکاري وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې راکمې شي.
د یادونې وړ ده، چې یادې مرستې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې په هر ولایت کې د دوه زره او ۲۰۰ مستحقو راستنو شویو کورنیو لپاره په پام کې نیول شوې دي، چې هرې کډوالې کورنۍ ته به ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول کېږي.

