ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رییس سره لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیرملا عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرامله رییس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د وزارت په وینا، په لیدنه کې سټیفن روډریکس د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د پروژو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وویل، دوی هڅه کوي پروژې د خلکو د اړتیاوو پر اساس طرحه کړي ترڅو د کار زمینه برابره شي.

 نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ، چې د وزارت سره به همغږي زیاته کړي او د پروژو په پراختیا کې به لا ډیرې هڅې وکړي.

دغه‌راز ملا عبداللطیف منصور د دوامدارو مرستو قدرداني وکړه او ویې ویل، پروژې باید هغو لرو پرتو سیمو کې عملي شي چې اړتیا ورته لیدل کیږي.

نوموړي ژمنه وکړه، چې وزارت به د بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام سره همکاري وکړي.

په پای کې دواړو لوریو پر لا زیاتو همغږۍ ټینګار وکړ.