د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سرپل ولایت ته د سفر پر مهال هلته راستنو شويو کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر پیل کړ.
په دې سفر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د علماوو شورا رییس او د سرپل ولایت یو شمېر محلي مسوولینو هم ګډون درلود.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال ویلي، د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د افغانستان اسلامي امارت له اساسي مسوولیتونو څخه ده او اړتیا ده، چې مسوولین د هغوی د ستونزو د هواري لپاره دوامدارې هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اشغال پر مهال ډېری هېوادوال د خپل دین، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره کډوال شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، خو له بده مرغه د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ګاونډیتوب او نړیوالو قوانینو خلاف په جبري ډول اېستل شوي او دا مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخالقرآن والحدیث مولوي هبتالله اخوندزاده حفظهالله تعالی د لارښوونې له مخې کډوالو ته د مرستو د وېش بهیر پیل شوی، چې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې اغېزناک تمامېدای شي.
نوموړي راستنو شويو کډوالو ته په خطاب کې ویلي، تاسو سختې ورځې تېرې کړې دي او د افغانستان اسلامي امارت به ستاسو د ملاتړ لپاره له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي؛ د مسوولینو د دوامدارو هڅو په پایله کې به ستاسو ستونزې حل شي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له هېوادوالو غوښتي، چې له راستنو شويو او نورو اړمنو هېوادوالو سره د مرستې او همکارۍ په برخه کې ونډه واخلي، څو هغوی د ژمي په دې ساړه موسم کې له ستونزو سره مخ نه شي.

