د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس خان محمد فروتن او د مدیره پلاوي له غړو سره لیدنه وکړه.
د کابل ښاروالۍ وایي، چې په دې لیدنه کې د سړو خونو د جوړولو، د وچو میوو د ځانګړو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو او پراختیا، د ښاریانو لپاره د خوړو خوندیتوب د تامینولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.
په دې لیدنه کې د کابل ښاروال د دې ادارې راتلونکي پلانونو تشریح کړل او ویې ویل؛ کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د کورني خصوصي سکتور په مرسته یو شمېر سوداګریز مارکېټونه په معیاري او بنسټیز ډول جوړ کړي، تر څو په کابل ښار کې د دوامدار اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره او د پانګونې لپاره خوندي چاپېریال رامنځته شي.
دغه راز نوموړي د ښار په کچه د معیاري سړو خونو د جوړولو او د کورني خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
مولوي عبدالرشید ټینګار وکړ، چې کابل ښاروالۍ به د خصوصي سکتور د ملاتړ او د کورنیو پانګونو د جلب په موخه، اړینې اسانتیاوې برابرې او د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ به هڅه وکړي، چې ښاري خدمتونه په عادلانه ډول پراخ کړي.
ورته مهال خان محمد فروتن د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس او د مدیره پلاوي غړو، د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنې او کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې د کابل ښار د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو او اقتصادي ودې په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره خپله همکاري لا زیاته کړي.
د ناستې په پای کې، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اغېزمن ښاري مدیریت، د یو شمېر سړو خونو د جوړولو، د بهزادسینما په سیمه کې د وچو مېوو لپاره د ځانګړي سوداګریز مارکېټ د جوړولو او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو له امله، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د مشرتابه پلاوي له خوا د ستاینلیک په ورکولو او د عزت پګړۍ او چپنې په ایښودلو سره وستایل شو.

