د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیراحمد حقاني د یو پلاوي په ملتیا اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست څخه د چارو د ارزونې په موخه لیدنه کرې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې لیدنې پر مهال اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسولینو ښاغلي وزير ته د یاد رياست د فعاليتونو، مسوليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړی او شته ستونزې يې ورسره شريکې کړې دي.
دغهراز شیخ شېر احمد حقاني د یاد ریاست له اړوندو کاري برخو څخه لیدنه کړې او تر سره شوي کارونه یې ستایلي دي.
نوموړي ویلي؛ اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست د هېواد په کچه یو له مهمو رياستونو څخه دی، چې د وزارت له اساسي وظایفو څخه مهمې دندې پر مخ وړي.
همدارنګه د ښاغلي حقاني له لوري اطلاعاتو ته د لاس رسي ریاست مسولینو ته اړینې سپارښتنې شوي او د دې ریاست ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدو ډاډ يې ورکړی دی.

