ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ترکمنستان او قرغزستان کې د اسلامي امارت سفارتونو سرپرستانو د هند د ملي ورځې په لمانځغونډو کې ګډون وکړ

په ترکمنستان او قرغزستان کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو سرپرستانو د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت جوړو شویو لمانځغونډو کې ګډون وکړ.

په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د کوربه هېواد په پلازمېنه کې د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.

یاد سفارت ویلي، چې په دې مراسمو کې یې د نورو هېوادونو له دیپلوماټانو سره هم لیدنې کړې او د ګډې علاقې پر موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

همدارنګه د ترکمنستان د ولسمشر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم په یادو مراسمو کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون درلود.

ورته مهال، په قرغزستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني هم د هند د خپلواکۍ ورځې په لمانځغونډه کې ګډون کړی دی.

 د یاد سفارت د معلوماتو له مخې، ښاغلي حقاني د هند سفیر بیرېندر سنګ ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ویلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

دغه‌راز د سفارت په وینا، مولوي عبدالشکور حقاني د دغې لمانځغونډې په ترڅ کې له یو شمېر سفیرانو او دیپلوماټانو سره پر دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.