ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د متحده عربي امارتو یوه کمپنۍ افغانسان کې د زر مېګاواټه برېښنا په تولید پانګونه کوي

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، د متحده عربي اماراتو HHM ګروپ کمپنۍ له رییس تانکوت داشد میر سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد کمپنۍ رییس افغانستان کې له ګازو څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا په تولید پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی.

دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس پانګوالو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې پانګوال په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې پانګونې کولای شي.

همدارنګه د دې ترڅنګ د ګازو څخه د برېښنا تولید تخنیکي اړخونو، د امکان وړ پلانونو، راتلونکي لپاره د تخنیکي بحثونو په اړه هم خبرې شوي او د ګډو همکاریو او تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا پانګونې په برخه کې دا ډول هڅې د هېواد انرژۍ سکټور پرمختګ او د برېښنا ځان بساینې په موخه مهم ګامونه دي.