د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۳۹۶ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
د یادې ادارې په وینا؛ ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۴۳ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۲۲۷ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۵ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۱۶۹ نور له هېواده وتلي دي.
له بلې خوا ثبت شويو ارقامو ته په کتو، یو زر او ۲۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او نهه تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۱۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۸۲۸) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۳۰۳ تنه د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.

