ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په لوګر کې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي او سب‌سټېشن د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د غضنفر ګروپ له عمومي رییس محمد اسماعیل غضنفر سره د پانګونې له لارې د لوګر ولایت اړوند محمداغې ولسوالۍ کې د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د سب‌سټېشن د جوړولو او همدارنګه له یاد سب‌سټېشن څخه تر شته ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي پورې د نوي ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي د جوړولو تړون لاسلیک کړه.

د برېښنا شرکت وایي، چې د یاد سب‌سټېشن او برېښنا لېږد مزي له لارې به د لوګر ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه، چې دا مهال د جوړېدو په حال کې ده، برېښنا جذب او پېرودونکو ته ووېشل شي.

یاد شرکت زیاته کړې، چې د دې پروژې چارې به د هوکړې له لاسلیک وروسته د ۱۵ میاشتو په موده کې بشپړې شي او له دې سره به د لوګر د محمداغې ولسوالۍ صنعتي پارک او په زرګونو پېرودونکي د برېښنا له انرژۍ برخمن شي.

دغه راز، د یادو پروژو له لارې به سلګونو کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شي، کورني تولیدات او صنعت به وده وکړي، محلي اقتصاد به پیاوړی شي، د برېښنا خدمتونه به باثباته او دوامدار شي او د خلکو د ژوند معیار به لوړ شي.

د یادونې وړه ده، چې یاده پروژه د خصوصي سکټور د پانګونې له لارې د هېواد د برېښنايي زیربناوو د پیاوړتیا او د برېښنا بنسټونو د پراختیا په موخه عملي کېږي.