ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فاریاب کې راستنو شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شو

فاریاب کې د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ او وضعیت د ارزونې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د یاد ولایت د یو شمېر ځایي چارواکو په شتون کې د ولایت په مرکز میمنې ښار کې ترسره شول.

په مراسمو کې، مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت په خپل توان سره د راستنو شویو کډوالو خدمت کوي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه د حکومت له اساسي مسولیتونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې کډوالو ته د باعزته ژوند برابرول د اسلامي امارت مهم لومړیتوب دی.

همدارنګه مولوي عطاءالله عمري وویل، اسلامي امارت هڅه کوي، څو د هېواد ځورېدلي خلک په ارامه فضا کې، په اسانتیا او د راتلونکي په هیله ژوند وکړي او په بېلابېلو برخو کې له اړینو ملاتړونو برخمن شي.

ورته مهال د فاریاب والي مولوي عبدالاحد فضلي د لوړپوړو چارواکو هرکلی وکړ او د کډوالو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې د امارتي ادارو پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.

په پای کې، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ نغدي پیسې او پینځه بوجۍ ۵۰ کیلویي غنم ورکړل شول.