د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې دې غونډې ته ۳۳ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې له بحث وروسته د شاوخوا ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۱ پروژې منظور شوي او په ۷ پروژو کې بیا یو لړ تعدیلونه راغللي دي.
همداراز یوه پروژه بیا ځلې پرانیستې ملي داوطلبۍ او بله پروژه د ګټونکي شرکت د مخکنیو کاري نیمګړتیاوو له امله معطل شوې ده.
د دغه شرکت د ټولو شته قراردادونو د هراړخیزې څېړنې لپاره کمېټه ټاکل شوې، څو له څېړنې وروسته خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
دغه راز یوه پروژه بېرته اړوند وزارت ته د تدارکاتي ستونزو له امله اعاده او د دوو پروژو د قیمتونو په اړه ټاکل شويو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې په اړه يې له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.
د اقتصادي معاونیت په وینا؛ په منظور شویو او تعدیل شویو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکېنرونو اخیستل، له ګردیز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو د امنیه قومندانیو لپاره د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند ولایت په ګرشک، د پروان ولایت په شینوارو، د فراه ولایت په پرچمن، د خوست ولایت په لکڼ، د تخار ولایت په ورسج، د کاپیسا ولایت په آله سای، د کابل ولایت په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړولو ترڅنګ په بېلابیلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع یو شمېر پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې منظور شوې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.

