د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ تېره ورځ (سېشنبه، د جنوري ۲۷مه) ټلیفوني خبرې کړي.
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی، چې دواړو لوریو د سوریې د انتقالي دورې اړوند بدلونونو، د امنیت او ثبات د پیاوړتیا د هڅو او دغه راز د دوه اړخیزه همکاریو د امکاناتو په اړه خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، په دې خبرو کې احمد الشرع سوریې ته د ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه د داعش د بېرته ستنېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو پر یووالي ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو دغه راز د سیمهییزو ناندریو د حل په برخه کې خبرو ته د لومړیتوب ورکولو اړتیا باندې هوکړه کړې ده.

