د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر رشید مردوف سره د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې ویډیويي ناسته کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو موضوعاتو، د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د روان میلادي کال لپاره د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې کړې دي.
په دې انلاین ناسته کې مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پرمختګ ارزونه مثبته بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د ښو اړیکو له پیاوړتیا سره، اوس د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د رېلپټلۍ پروژې او د ټاپ برېښنا پروژه هم د پلي کېدو په درشل کې دي او د دواړو لوریو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
بلخوا، رشید مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو له پراخېدو خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د ګډو اقتصادي پروژو د پلي کېدو، د دواړو هېوادونو د چارواکو د سفرونو او د راتلونکو پروګرامونو د تنظیم په برخه کې به په همغږي کار ته دوام ورکړي.

