ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: هېوادوالو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت دنده ده

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمېر علماوو، متنفذینو او سوداګرو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو مسولینو هم شتون درلود.

په پیل کې، علماوو، متنفذینو او سوداګرو د جوزجان ولایت د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د ټینګښت او خلکو ته د خدماتو د برابرولو په برخه کې یې د مسولینو هڅې وستایلې.

دغه راز، دوی د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو او همدارنګه د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو د جوړولو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له دې لیدنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د هېوادوالو د ستونزو حل او د ټولنیزې هوساینې برابرول د اسلامي امارت له اساسي مسولیتونو څخه دي او مسولین په دې برخه کې له ځنډ پرته هڅې کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د پراختیايي چارو، ښوونې او روزنې او روغتیا سکتورونو ته ځانګړې پاملرنه لري او د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره به خپلې هڅې نه سپموي.

په پای کې، مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولایت د علماوو، متنفذینو او سوداګرو د وړاندیزونو په اړه وویل، چې اسلامي امارت به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ورته رسېدنه وکړي او اړین اقدامات به ترسره کړي.