ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په کابل کې نږدې ۷۵ زره سوالګر راټول کړي او مرستې یې ورسره کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون نوبتي غونډه تېره ورځ چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.

د غونډې په پيل کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون د رامنځته کېدو پر اصلي موخه او همدارنګه د تېرو درېیو کلونو پرمهال له کابل ښار څخه د سوالګرو راټولولو پروسې پر ارزښت خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ د دغه کمېسیون د غړو ادارو د هڅو په پایله کې له کابل ښار څخه تر ډېره سوالګر راټول شوي او له مستحقو سوالګرو سره د اسلامي امارت له لوري په میاشتني ډول نغدي او د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

ورپسې د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مسوولینو له لوري د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له کړنو څخه د نظارت راپور غونډې ته وړاندې شوی.

د راپور له مخې، په کابل ښار کې د سوالګرو راټولولو پروسې له پيل راهیسې ۷۴ زره او۹۶۸ سوالګر راټول شوي، چې له دقیقې ارزونې وروسته یې ۳۷ زره او ۹۴۷ مستحق او ۳۷ زره او ۲۱ بیا حرفوي سوالګر پېژندل شوي دي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا؛ مستحق سوالګر افغاني سرې میاشتې ته ورپېژندل شوي، چې په میاشتني ډول ورته د بانکي حسابونو له لارې پیسې حواله کېږي.

همدا ډول یوشمېر مستحق سوالګر بیا د درملنې په موخه د عامې روغتیا وزارت او ځینې بیا د کارموندنې په موخه کابل ښاروالۍ ته ورپېژندل شوي.

دغه‌راز په راپور کې د دغه کمېسیون د ترسره شویو فعالیتونو ترڅنګ په یوشمېر برخو کې شته ستونزې هم له ګډونوالو سره شریکې شوې دي.

د راپور له اورېدو وروسته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دغه کمېسیون ټولو غړو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه کړې، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی له لوري «د سوالګرو راټولولو او سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون» منظور شوی طرزالعمل په ښه ډول عملي او پلي کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ په لومړیو کې په کابل ښار کې د سوالګرو شمېر تر ډېره کم شو؛ خو په دې وروستیو کې یوځل بیا څه ناڅه زیات شوی چې جدي څارنې او کار ته اړتیا لري. 

همدارنګه پرېکړه شوې، چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مشرۍ به د دغه کمېسیون غونډه په میاشت کې یوځل ترسره کېږي او د خپلو فعالیتونو راپور به د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته وړاندې کوي.