د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ معینیت مرسیتال مولوي محمد قاسم «فرید» په مشرۍ، یو لوړ پوړي پلاوي روسیې ته رسمي سفر کړی او هلته یې له روسي سیال واسیلي اوسماکوف سره لیدنه کړې.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو شمېر مهمو امنیتي موضوعاتو په اړه هر اړخیزې شوې دي.
همداراز، په پای کې د دواړو لوریو لهخوا د دوامدارو اړیکو پر اهمیت ټینګار شوی دی.

