د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په ځانګړې پاملرنه د پنجشېر ولایت د راستنو شويو کورنیو لپاره د بیت المال له بوديجې څخه ۶ میلیونه افغانۍ او ۳۰۰ متریک ټنه غنم ځانګړي شوي، چې ژر به يې ويش پيل شي.
د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهآلله د ځانګړې لورینې له مخې، په پنجشېر کې راستنو شویو ته ۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ مټریک ټنه غنم ځانګړي شوي.
په همدې موخه د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د کرنې وزارت د څېړنو ریيس مولوي طلحه په مشرۍ له پلاوي سره په لېدنه کې د دغه مرستو د وېش پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
یادې مرستې چې ۳۰۰ متریک ټنه غنم او ۶ میلیونه افغانۍ پکې شاملې دي، د امیرالمؤمنین حفظهالله د ځانګړې لارښوونې له مخې د بیتالمال څخه د پنجشېر د اړمنو راستنو شويو کورنیو لپاره ځانګړې شوې دي، چې پر یو زر او ۲۰۰ راستنو شويو کورنيو به ووېشل شي.
د پنجشېر والي د کرنې وزارت پلاوي سره په ناسته کې د دې ولايت پر اولسونو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهآلله د ځانګړي ترحم څخه د خوښۍ په ښوولو سره زياته کړه، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهآلله شپه او ورځ د هېواد د خلکو د ستونزو د حل او په بېلابېلو برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هڅې بې مخينې دي او دا چاره ټولو ته په عمل کې ثابته شوې ده.
حافظ محمد آغا حکیم وينا؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهآلله د افغانستان په تاریخ کې د دیندارۍ، ژمنتيا، د اسلامي شریعت د تطبیق نوموتې او د متعهدې رهبرۍ یو روښانه بېلګه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ په دغو مرستو کې هغه راستنې شوې کورنۍ شاملې دي چې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه ايستل شوي، د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي او بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغهراز د پنجشېر ولايت د کرنې ریيس مولوي فضل الله ديوبندي ویلي؛ دغه مرستې به د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لارې او د پنجشېر د کرنې ریاست په همکارۍ اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده؛ چې څو ورځې وړاندې هم د پنجشېر ولايت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې، ۴۷۰ هغو کډوالو راستنو شويو کورنیو ته چې تازه د سیمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه دې ولایت ته راستنې شوې وې، د سرې مياشتې له لورې مرستې وويشل شوې.

