ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اداري کمېسیون د ښاروالیو د نوي قانون مسودې په اړه خبرې کړي

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون په ناسته کې د ښاروالیو د نوي قانون مسودې په اړه خبرې او لازمې پرېکړې وشوې.

د ارګ د خبرپاڼې پراساس په دې ناسته کې د ښارونو د پاکوالي او سمسورتیا، د شنو سیمو ساتنې او د ښاري چاپېریال د وضعیت د ښه والي په برخه کې د ښاروالیو پر رول تينګار شوی او د عملي کړنلارې ارزونه یې شوې.

د یادونې وړ ده چې مسوولو کمیټو د خپلو فعالیتونو په اړه اړین راپورونه وړاندې کړل، او د غونډې په پای کې، د اجنډا په ګډون د نورو مسایلو د لا څیړلو لپاره جلا جلا کمیټو ته ځانګړي دندې وسپارل شوې.