په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیګدلي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر ملا نورالله نوري سره د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو نښانو د نوي کولو په اړه خبرې کړې دي.
د ایران سفیر عليرضا بیګدلي ویلي؛ ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.
نوموړي د ایران او افغانستان تر منځ د ګډ سرحد د تثبیت او سرحدې نښو د نوي کولو په تړاو زیاته کړې، ایران چمتو دی چې له افغانستان سره د ګډ سرحد د تثبیت په برخه کې کار ته دوام ورکړي او نورې هم خپلې چارې ګړندۍ کړي.
ورته مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ سرحد د تثبیت او د سرحدي نښو د نوي کولو په اړه ویلي، چې دوی له خپل لوري د یادې پروسې د چارو د چټکتیا، د شته ستونزو د له منځه وړلو او په نورو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او ایران تر منځ د سرحد د تثبیت او سرحدي نښو د نوي کولو پروسه په رسمي ډول پیل شي.

