د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د سمنټو کارخونې له روانو چارو څخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مسولینو د یادې پروژې د پلي کېدو بهیر، تخنیکي پرمختګونو او تر دې دمه د ترسره شویو فعالیتونو، د راتلونکو پلانونو او پړاوونو په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړې دي.
دغهراز ښاغلي وزیر د معلوماتو له اورېدو وروسته، د یادې مهمې اقتصادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د تړون له ژمنو سره سم کارونه لا ګړندي او پر وخت ترسره کړي.
نوموړي دغه راز د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له بنسټیزو پروژو څخه ګڼلې او ویلي یې دي، د یادې پروژې بشپړېدل به کورنی تولید پیاوړی او سربېره پر دې به د سمنټو واردات کم او سلګونه کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو په برخه کې د ځان بساینې په موخه د هرات په ګډون په کندهار، لوګر، پروان او جوزجان ولایتونو کې د سمنټو د پینځو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي، چې اوس مهال یې چارې په چټکتیا سره روانې دي.

