ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکټر ملا عبدالواسع: ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي


د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې، د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري دغو ځوانانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، ځوانان د ملت او حکومت ترمنځ د پُل حیثیت لري او هماغسې چې د خلکو ستونزې له حکومت سره شریکوي، د نظام غږ هم باید تر ملت پورې ورسوي.

ورپسې، فخرالدین فخري، سید عمران مجددي او سید صدیق الله صارم د نورو ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د علمي سطحې لوړولو، پر ځوانانو پانګونې، د نوښتګرو او معلولو ځوانانو ملاتړ او په یادو ولایتونو کې د روغتیایي مرکزونو تجهیزاتو ته د پاملرنې په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ښاغلي ډاکتر ملا عبدالواسع سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس ډاکتر ملا عبدالواسع ويلي، ځوانان د ټولنې د ملا د تیر حیثیت لري او سالمه روزنه یې د سالمې ټولنې د رامنځته کېدو ضمانت کوي.

نوموړي زیاته کړې، هماغسې چې ځوانانو د اشغال پر وړاندې پخپل قوي هوډ مبارزه وکړه، اوس یې د اسلامي نظام ساتنه کې هم رول مهم دی.

ډاکټر ملا عبدالواسع د دې خبرې په اشارې چې ځوانان باید ملي لیدلوری ولري او په یووالي د هېواد د خدمت لپاره کار وکړي، ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت په پالیسۍ کې تعصب ته ځای نشته.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر عمومي رییس زیاته کړې، د اسلامي نظام له راتلو سره سراسري امنیت ټینګ شوی او په ټول هېواد کې اقتصادي فعالیتونه او د پراختیایي پروژو کارونه روان دي.

 په پای کې، ډاکتر ملا عبدالواسع د شمال او شمال ختیځو ولایتونو ځوانانو ته ډاډ ورکړی، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وشي.