د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو اداري له رییس پولیک اوک سيري او دیادي اداري سیمهییز رییس اولیور اسولپ سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې نوموړي د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د اسلامي امارت مهم لومړیتوب بللې او ویلي یې دي، چې کمو امکاناتو سره سره یې د نشهیي توکو په مخنیوي او د روږدو کسانو په درملنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
همداراز ښاغلي منیر له یادې ادارې څخه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دغه راز د ملګرو ملتونو استازو د روانو هڅو ستاینه وکړه او د همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

