د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په برخه کې له دوو همکارو موسسو سره د همکاري هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر آخندزاده له شپول او د افغانستان د نابینایانو د سمون موسسو له مسولینو سره د اوبو په سکتور کې د پروژو د پلي کولو په موخه د همکاري دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
مجیب الرحمن عمر آخندزاده د دغو هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال ویلي چې د اوبو او انرژي وزارت له هر بنسټ څخه چې د اوبو په سکتور کې همکاري او د افغانستان د خلکو لپاره رښتینی خدمت کوي، هرکلی کوي.
د یادونې وړ ده، چې دغه هوکړه لیکونه د اوبو لګولو پروژو د پلي کولو په برخه کې د ګډې همکاري په موخه چې د خوړو نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي او د شپول او د افغانستان د نابینایانو موسسو له خوا په سیمه کې پلي کېږی، لاسلیک شوې دي.
د دغو هوکړه لیکونو په پلي کولو سره په کنړ او لغمان ولایتونو کې د کانالونو، سربندونو او نورو اوبیز بنسټونو جوړونه او بیارغونه شامله ده، چې د اوبو او انرژي وزارت په همغږۍ سره به د یادو موسسو له لوري پلي شي.