ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې راستنو شویو کډوالو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ، په هرات ولایت کې د نویو راستنو شویو کډوالو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري، د سیمه‌ییزو چارواکو او یو شمېر راستنو شویو کډوالو په شتون کې په رسمي ډول پیل شو.

د یاد بهیر د پیل پر مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، دا پروګرام د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د حکومت د منظم او هدفمند اقدامونو یوه برخه ده او د اسلامي امارت د رهبرۍ جدي اراده څرګندوي، څو د کډوالو بېړنیو او اساسي ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبرۍ د راستنو شویو کورنیو د ستونزمن وضعیت په درک کولو سره لارښوونه کړې ده، چې خوراکي او نغدي مرستې په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل شي، تر څو هغوی وکولای شي په اوسنیو شرایطو کې خپل ژوند بېرته سمبال کړي.

مولوي عطاءالله عمري همدارنګه ټینګار کړی، چې د یادو مرستو وېش یوازې په یوه ولایت پورې محدود نه دی، بلکې په ټول هېواد کې روان دی او دا مهال په ۱۲ ولایتونو کې په هم‌مهاله توګه عملي کېږي.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې ولایت د خلکو یووالي ته په اشارې ویلي، د هرات اوسېدونکو د ورورولۍ په فضا کې د کډوالو هرکلی کړی او یو شمېر کسانو د شخصي وسایطو له لارې د کورنیو په لېږد کې همکاري کړې او ځینو کورنیو په خپله خوښه د خپلو کورونو یوه برخه کډوالو ته سپارلې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې، په ټول هېواد کې د کډوالو د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو چارې پیل شوې دي او د ژمي په سړو شرایطو کې د مستحقو کورنیو لپاره د غنمو او نغدي پیسو د وېش بهیر په منظم ډول روان دی.

له بلې خوا، د هرات ولایت مستوفي مفتي کفایت‌الله حقاني ویلي، هرې کډوالې کورنۍ ته پینځه زره افغانۍ نغدي او ۲۵۰ کیلوګرامه غنم وېشل کېږي.

د نوموړي په وینا، د نغدي مرستو ټولیزه اندازه شپږ میلیونه افغانیو ته رسېږي او د وېش بهیر د ګومارل شویو پلاوو تر څارنې لاندې او په بشپړ شفافیت سره ترسره کېږي، تر څو مرستې واقعي مستحقینو ته ورسېږي.

ورته مهال یو شمېر راستنو شویو کډوالو هم د دې اقدام مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د هغوی د معیشتي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري او د دوی د ځینو بېړنیو ستونزو د کمولو لامل ګرځي.

د یادونې وړ ده، چې د پلان له مخې په هرات ولایت کې د کډوالو کورنیو لپاره د دغو مرستو د وېش بهیر به د درېیو ورځو لپاره دوام ولري.

دغه‌راز یادې مرستې د اسلامي امارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د کډوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.