په بشکیک کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سنگ سره لیدنه کړې.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر اسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د متقابل باور پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی دی.

