ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ عبدالرحمن منیر د نشه يي توکو پر وړاندې د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ له مسولینو سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ عبدالرحمن منیر، د منځنۍ اسیا د سیمه ییزو معلوماتو او همغږۍ مرکز (CARICC) له رییس مخمود خادیموف او د یاد مرکز له سلاکار عزیزبیک ارکابویف سره لیدنه کړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي منیر مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د سیمې له هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې نږدې او دوامداره همکاري لري او د سرحدي همغږۍ له لارې د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د قاچاق وړونکو د نیولو په برخه کې ګډ اقدامات ترسره کوي.

نوموړي همداراز د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د لا اغېزمنتیا لپاره د یادې ادارې له مسؤلینو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې.

په ورته مهال د CARICC رییس او سلاکار د خبرو پر مهال ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له صادرېدو وروسته د نشه يي توکو د مخنیوي، د روږدو کسانو د راټولولو، ساتنې او درملنې په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري او هغوی هڅه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې لا قوي همغږي رامنځته کړي.

دغه‌راز د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ د پراختیا ژمنه کړې ده.