د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې تر سره شوه.
ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې غونډې ته د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر شاهي مارکېټ په تړاو د وړاندې شویو طرحو په اړه د مالیې وزارت د ارزونې راپور وړاندې شو.
دغهراز له بحث وروسته یاد راپور د نهايي تصمیم په موخه د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت مشرتابه مقام ته وړاندې شو.
همدارنګه دې غونډې ته په مزارشریف ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په تړاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ارزونې راپور وړاندې او له بحث وروسته تایید شو.
د دې راپور له مخې به یاده ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه ازادې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په دې غونډه کې د موټرسایکل او زرنج لپاره د پلیټونو او جواز السیر د اخیستلو او تمدید خدمتونو د وړاندې کولو په اړه پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو.
له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې یاد خدمات دې د ترافیکو عمومي ریاست په خپله وړاندې کړي او په دې برخه کې وړاندې شوې طرحه رد شوه.

