د اسلامي امارت او د بېلابېلو نړیوالو ادارو د استازو او د ګڼو هېوادونو ډیپلوماټانو او متخصصینو په ګډون د دوحې پروسې په چوکاټ کې د نشهیي توکو سره د مبارزې کاري ګروپ څلورمه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د صحت وزارتونو د استازو تر څنګ، د یوناما، د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو، اروپايي ټولنو، د اسلامي همکاریو سازمان، د ګڼو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او متخصصینو په حضوري او مجازي ډول ګډون کړی و.
په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د اړوند وزارتونو استازو یادونه وکړه، چې د کوکنارو د کښت د بندیز په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په پایله کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت نږدې صفر ته راټیټ شوی.
دغهراز په یاده ناسته کې د اسلامي امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې برخو کې په تفصیل د امارت لاسته راوړنې، په دې برخه کې شته ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې بیان کړې.
دوی یادونه وکړه، د افغانستان اسلامي امارت عملا ثابته کړې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ او توان لري.
د اسلامي امارت استازو زیاته کړه، چې که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات په افغانستان کې عملي شوي خو ګټه یې سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته رسیږي او د دې لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسولیت، ګډې پانګونې او پر متقابل باور ولاړه همکاري او همغږي غواړي.
همداراز د اسلامي امارت مسولینو د مصنوعي نشه يي توکو اړوند خپله اندیښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه، چې د یادو توکو د موادو سرچینې د افغانستان له پولو د باندې دي او که مخه یې ونه نیول شي؛ نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
بل لوري ته بیا یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو سازمانونو، ګڼو هېوادونو او په موضوع کې متخصصینو د مخدره توکو سره د مبارزې اړوند د افغانستان اسلامي امارت د هڅو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه ، چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز د فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې ځانکړی کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله.
همدارنګه ګڼو هېوادونو او سازمانونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه يي توکو مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د لا همغږۍ او ښکیلتیا وړاندیزونه وکړل.
په پای کې ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره شي او د روږدو کسانو درملنه او په ټولنه کې د بیا یوځای کېدو لپاره کار وشي.

