ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېښنایي سکتور کې د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پینځو سترو پراختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس ملا عبدالحق همکار برېښنا سکتور کې د بنسټونو پياوړتيا په موخه، د شاوخوا ۷۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پینځو سترو پراختيايي پروژو د عملي کېدو تړونونه له کورنيو خصوصي شرکتونو سره لاسليک کړل.

په دغو پروژو کې د څلورو سترو سبسټېشنونو جوړول او همداراز د کابل ښار ۶م فيډر ستونزې حل او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کول شامل دي.

د برېښنا شرکت په وینا، چې دې پروژو له ډلې، د پروان ولايت باريکاب صنعتي پارک لپاره د ۳۶۹.۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د سبسټېشن جوړول، د ۲۰۶.۸ ميليونه افغانيو په لګښت په غزني او زابل ولايتونو کې د قره باغ، مقر او شاجوی درېيو سبسټېشنونو جوړول او همداراز په پلازمېنه کابل کې د ۱۳۷.۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۶م فيډر او اړونده تخنيکي اړتياوو پوره کولو پروژې شاملې دي.

د تړونونو لاسليک مراسمو پر مهال، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایيوي ریيس قراردادي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه، چې د تړون له ژمنو سره سم، ټولې چارې په لوړ کيفيت او ټاکلي وخت سره بشپړې کړي.

دغه‌راز پانګوالو شرکتونو هم ډاډ څرګند کړ، چې د اړونده پروژو چارې به له ټاکل شويو معيارونو سره سمې بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پینځو سترو پراختيايي پروژو د عملي چارو د پيل تړونونو لاسليک، د برېښنا ملي شبکې د پياوړتيا، ثبات او دوامدارې ودې په برخه کې مهم او بنسټيز رول لري.