د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې کړل.
د دغه وزارت په وینا، چې له دې ډلې ځيني خوشې شوي زندانیان هېواد ته راستانه شوي او د پاتې کسانو د راستنېدو بهير به د اړوندو قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو دولت د دغه بشردوستانه اقدام څخه مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د تعقيب لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.

