د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي.
ښاغلي مجاهد زیاتوي، دغه انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان دې ناسته کې شتون نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي او ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په اړه پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي.
د اسلامي امارت ویاند وايي: ” افغانستان امن دی، دلته هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري او د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې اوس له بدمرغه زموږ په ګاونډ کې ځاله جوړ کړی.”
نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هيچا پر وړاندې نه کارول کیږي.

