په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي برخې له مشر لیوجینسونګ او د افغانستان لپاره له ځانگړي استازي یوشیاویونگ سره لیدنه کړې.
په چین د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړیکو، د واخان دهلیز په فعاله کولو، کونسلي چارو او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې چینايي لوري د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوي ترڅنګ، د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
ورته مهال، افغان سفیر د چین له مثبت دریځه ستاينه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې همکارۍ اړينې بللې ده.

